ایکناخبري آژانس د پاس ټوډې له قوله راپور راکړ،د طالبانو دحکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه سمینار کې په دغه هیواد کې د بهرنیو لاسوهنو دمخنیوی لپاره بې پلوه سیاست مهم وبالۀ او وې وئيل، دغه بهرنۍ لاسوهنې د افغانانو په تاوان دي .
طالبانو ډله چې د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې داشرف غني دحکومت په نسکورولو سره قدرت ته رسیدلی دي ،تل له مختلفو امنیتی چیلنجونو اوترینګلتیاؤ سره مخامخ دي.
ذبیح الله مجاهد دغه راز پخپلې وینا کې ووئيل، په افغانستان کې دبشپړ سولې اوامنیت ټینګیدا دسیمې په ګټه هم ده چې دطالبانو حکومت په دې زمینې کې تل هڅه کوي.